د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د استرالیا لخوا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۷.۷ میلیونه ډالرو تازه مرستې خبر ورکړی.

اوچا نن سه‌شنبه د زمري ۲۵مه په یوه ټویټ کې په افغانستان کې د اړو کسانو د لاسنیوي په برخه کې د استرالیا د مرستو مننه کړې او له افغانانو سره یې د لا زیاتو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو دغه مرستې په دغه هېواد کې د بشري او اقتصادي بحران د مخنیوي او د انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره مهمې بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان ځینو برخو ته به د بشري مرستو د رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې افغانستان کې د لوږې د له منځه وړلو او له اړمنو سره د مرستې لپاره ۱۷۲ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ ویلي چې د افغانستان نیمايي نفوس له سخت ژمي سره مخ دی او د دغه بحران د ویجاړونکو پایلو د مخنیوي لپاره ۱۷۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

له دې مخکې WFP ویلي وو، چې بېوزلۍ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د خلکو ژوند اغېزمن کړی او د افغانستان نږدې ۹۰ سلنه وګړي د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.