عکس: ارشف، د غزني یوه سیمه

غزني کې د طالبانو حکومتي چارواکي، په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس «عمر حقاني» ویلي، دا پېښه د مقر او ګیلان ولسوالۍ پر لار د راوتلي سیلاب له امله د یوه موټر د اوښتو په پایله کې شوې ده.

د ښاغلي حقاني په وینا، په موټر کې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.  

که څه هم چارواکو د دې پېښې په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو عمر حقاني دا هم ویلي چې وروستیو سیلابونو د غزني اوسېدونکو درانه مالي زیانونه اړولي دي.  

بلخوا ځايي سرچینو هم ویلي چې وروستیو سیلابونو د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

افغانستان کې د دوامداره اورښتونو له امله په تېرو دوو ورځو کې تر ۷۰ زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه کورونه نړېدلي دي.

په ورته وخت کې د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.