د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځو شل‌اوریزو لوبو په لړۍ کې د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې ته په ۲۷ منډو ماتې ورکړه.

دا سیالي پرون دوشنبه، د زمري ۲۴مه په ایرلنډ کې ترسره شوه.

د افغانستان او ايرلنډ لوبډلو ترمنځ په دې لوبلړۍ کې تر اوسه څلور لوبې ترسره شوې، چې دوې افغانستان او دوې نورې ايرلنډ ګټلې دي.

د دې لوبلړۍ وروستۍ سیالي د چهارشنبې په ورځ کېږي چې او د دغه سېریز ګټونکې لوبډله به اعلانېږي.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د دوشنبې په ورځ لوبه د باران له امله له ټاکلي وخت وروسته ترسره شوه او له همدې امله دواړو لوبډلو د ۲۰ اورونو پر ځای یوازې ۱۱ اورونه ترسره کړل.

افغانستان د لوبې په ۱۱ اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه، خو ایرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۰۵ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوبډلې څخه نجیب ځدراڼ ۵۰ منډې وکړې او راشد خان د ۳۱ منډو په جوړولو سره د دغې لوبډلې په بریا کې ستر رول ولوباوه.

د توپ اچونې په برخه کې له مخالفې لوبډلې څخه فرید ملک درې لوبغاړي او نوین الحق او راشد خان دوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.