د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست «مولوي عبدالباقي حقاني» یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان تعلیمي سکټور یوازې پرېنږدي.  

ښاغلي حقاني نن سه‌شنبه د زمري ۲۵مه کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې نړیوال دې د تعلیمي سکټور په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.  

د لوړو زده‌کړو سرپرست دا خبرې داسې مهال کوي چې له څه باندې یو کال راهیسې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي دي.  

د طالبانو د حکومت لخوا ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز وخت ناوخت کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي او افغان نجونو ته د زده‌کړو د اجازې ورکولو غوښتنه شوې ده.

 د افغانستان پخواني ولسمشر «حامد کرزي» له دویچه ویله سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې لس کلنه لور یې له شپږم ټولګي فارغه شوې، خو اندېښمن دی چې د طالبانو حکومت به څه وخت د زده‌کړو اجازه ورکوي.

بلخوا د طالبانو د حکومت ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپلو وروستیو څرګندونو کې ډاډ ورکړی چې ژر به ټول هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي.