
هلمند کې د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په «نادعلي» ولسوالۍ کې یوې څلور کلنې نجلۍ څاه ته تر غورځېدو وروسته ژوند له لاسه ورکړی.
چارواکو ویلي چې دا نجلۍ پرون دوشنبه د زمري ۲۵مه په نادعلي ولسوالۍ کې یوه ۲۵متره څاه ته لوېدلې وه چې تر بېرته را ایستلو څو ساعته وروسته یې ساه ورکړې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په وینا، څاه ته لوېدلې نجلۍ ژوندۍ را ایستل شوې، خو په روغتون کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هلمند په «نوزاد» ولسوالۍ کې یو دوه کلن ماشوم د اوبو په څاه کې تر غورځېدو وروسته وژغورل شو.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په ژورو څاګانو کې د ماشومانو د غورځېدو پېښې زیاتې شوې دي.
څو میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، هېواد کې باید د داسې څاګانو سرونه باید پټ شي، چې د دا ډول پېښو مخنیوی وشي.