د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP وايي چې افغانستان کې د ژمني په را رسېدو سره افغانانو ته د مرستو برابرولو لپاره ۱۷۲ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.   

دغه پروګرام، نن سه‌شنبه د زمري ۲۵مه پر ټویتر لیکلي چې افغانستان کې میلیونونه کورنۍ له یوه خطرناک ژمي سره مخامخ کېږي او دوی د دغه هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د خوراکي توکو په ذخیره کولو کار کوي.   

د WFP په وینا، د ژمي له را رسېدو سره باید چمتووالی ولري، خو زیاتوي چې د دغو بېړنیو مرستو لپاره شاوخوا ۱۷۲ میلیون ډالر پکار دي.  

 دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د نړیوالو بندیزونو له امله د دغه هېواد تر نیمايي زیات وګړي له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.   

د یونیسف په ګډون ډېرو نړیوالو سازمانونو بار بار خبرداری ورکړی چې که نړیوال بندیزونه همداسې دوام وکړي، په راتلونکو میاشتو کې به د دغه هېواد اقتصادي وضعیت لا پسې خراب شي.