
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ د کلیزې په مناسبت ویلي چې دا حکومت لا هم وخت لري چې د افغانستان له ستونزو څخه د وتلو لپاره اقدام وکړي.
دغه دفتر پرون دوشنبه د زمري ۲۴مه په پر ټویټرپاڼه لیکلي چې که بدلون را نه شي، ښايي وضعیت نور هم خراب شي.
د دغه مرستندوی دفتر د مرستیال په وینا چې دوی د یوه کال په تېرېدو بیا هم له طالبانو غواړي چې له شتهستونزو ځان راوباسي او افغانانو ته هیله ورکړي، ځکه له مثبت تغییر پرته، هر څه یوازې خرابېدای شي.
همداراز یوناما ویلي چې نړیواله ټولنه له هغو کسانو سره اړیکه ټینګول غواړي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ولري او د هغوی استازيتوب وکړي.
پروسږ کال د زمري پر ۲۴مه (د اګست ۱۵مه) طالبان د کابل په ګډون په ټول افغانستان واکمن شول، خو د پوره یوه کال په تېرېدو سره لا هم د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.