افغانستان کې د ایمن الظواهري تر وژل‌کېدو وروسته د امریکا ولسمشر «جو بایډن» ویلي چې د افغانستان د کنګل‌شویو شتمنیو هېڅ برخه به آزاده نه کړي.  

د وال‌سټریټ ژورنال په تازه راپور کې، چې پرون دوشنبه د زمري ۲۲مه خپور شو، د امریکایي چارواکو له قوله ویل شوي، د اوس لپاره هغه آپشن نشته چې دوی د افغانستان کنګل‌شوې شتمني آزاده کړي.  

د راپور له مخې چې د افغانستان د دې شتمنیو پر سر د اوس لپاره د طالبانو هېڅ مخامخ خبرې هم نه کوي. 

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې له طالبانو د سره د دغه شتمنۍ پر آزادېدو بریالۍ خبرې روانې وې، خو د دوحې له تړون څخه د طالبانو د حکومت ښکاره سرغړونې دا خبرې بېرته زیانمنې کړې دي.

د وزارت په وینا، د افغانستان د کنګل‌شویو شتمنیو د آزادېدو په اړه به په راتلونکي کې پرېکړه وشي.

د امریکا حکومت پخوا ویلي و چې ددې شتمنیو د نیمایي برخې په خوشې کولو غور کوي چې د افغان ولس د خیر ښیګڼې لپاره ترې کار واخیستل شي.

سپینې ماڼۍ پدې کار کاوه چې دا ۳.۵ ملیارده ډالر د اعتماد ځانګړې وجهي صندوق ته واچول شي چې له یوې خوا افغانستان وکړی شي د بشري مرستو لپاره پیسې ورکړل شي او له بلې خوا یو شمیر یې مرکزي بانک ته واچول شي خو پدې شرط چې طالبان دا ډاډ ورکړي چې دا پیسې به د څه شي لپاره کاروي.