د امریکا د متحده ایالاتو نړیواله پراختیایي اداره (USAID) وایي چې د افغانستان له خلکو سره ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته کوي.  

دې ادارې تېره شپه (جمعه د زمري ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا مرسته له افغان مېرمنو څخه د ملاتړ، د نجونو او هلکانو د زده‌کړو او د خوړو خوندیتوب په برخه کې کوي.  

د USAID د اعلامیې له مخې، په دغو پیسو کې به د یونیسف لخوا له هغو سلګونه زره زیانمن‌شویو افغانانو سره نغدي مرسته هم وشي چې خپل ماشومان ښوونځي ته نه‌شي لېږلی.    

د امریکا د متحده ایالاتو پراختیایي ادارې دا هم لیکلي چې له یادې مرستې څخه ۳۰ میلیون ډالر په افغانستان کې د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د ځواکمنتیا لپاره ځانګړي شوي دي چې د UN Women ادارې لخوا به مصرف شي. 

په اعلامیه کې راغلي چې د امریکا متحده ایالات د افغان مېرمنو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي او له دوی سره به د زده‌کړو او د خوړو د خوندیتوب په برخو کې خپلې مرستې جاري ساتي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راپدېخوا یې افغانستان له ۱۳۵ زره کسانو سره نغدي مرستې کړي دي.