په افغانستان کې د طالبانو پر واکمنۍ له یو کال تېرېدو سره د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې د طالبانو د حکومت لخوا د بشري حقونو د پرله‌پسې سرغړونو شاهدان دي او په وینا یې چې افغانستان کې د بشري وضعیت د بدلون هېڅ کومه نښه نه لیدل کېږي.

دوی پرون جمعه د زمري ۲۱مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېر کال کې د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې له ډېرو ژمنو سره سره طالبان نه یوازې دا چې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي، بلکې د تېرو دوو لسیزو ډېرې لاسته‌راوړنې یې له منځه وړې دي.

دوی ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې، سره له دې چې طالبانو د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې خپلې ډېرې ژمنې نه دي عملي کړې، د تېرو دوو لسیزو ډېر پرمختګونه یې هم له منځه وړي دي.

دوی ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو شاهدان دي او په ځانګړې توګه له ټولنې څخه د ښځو او نجونو لیرې کول او د هغوی پر وړاندې سیستماتیک ظلمونه یې په بېسارې توګه ډېر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نړۍ په هېڅ هېواد کې د ښځو او نجونو له حقونو دا ډول پراخې او هر اړخیزې سرغړونې نه دي شوي.

د نوموړو په وينا، د افغان مېرمنو د ژوند ټول اړخونه د مذهب د وسيلې په توګه محدود شوي دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي چې تبعیض او تاوتریخوالی په هیڅ دلیل نه شي توجیه کیدای.

دوی په خواشینۍ سره ویلي، داسې نښې نشته چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د بدلون په حال کې وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو په بیانیه کې راغلي دي چې ورځني رپوټونه هر ډول تاوتریخوالی ښيي چې په هغو کې بې عدالتي وژنې، بې درکه کول، په خپل سر نیول، شکنجه او د جبري ودونو په ګډون د ښځو او نجونو د ناوړه استفادې خطرونه زیات شوي دي.

دوی ویلي: “موږ ډاډه نه یو چې طالبان د بشري حقونو د درناوي په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.”

د بشري حقونو کارپوهانو دا هم ویلي چې د بشري حقونو د څارنې خپلواک میکانیزمونه او بنسټونه لغوه شوي او د عدالت پلي کول له خنډ سره مخ شوي دي.

دغو کارپوهانو د خپلې وینا په یوه برخه کې زیاته کړې، چې د یوه ټولشموله حکومت په نه‌شتون کې چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي او د اوږدمهاله سولې، پخلاینې او ثبات امکان تر سترګو شي.

دوی له طالبانو غوښتي دي چې د افغانستان د ټولو مکلفیتونو او بشري حقونو او د نجونو او ښځو د کار او زده کړې حق ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو هم ټینګار کړی چې طالبان باید سمدستي د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي او د ښځو پر تګ راتګ، جامو، کار او سیاسي ګډون بندیزونه لغوه کړي.

دوی له طالبانو غوښتي چې د دوی د بښنې فرمان ته درناوی وکړي او د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د غړو، نورو چارواکو او مدني ټولنې په ځانګړې توګه د بشري حقونو د مدافعینو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې هر ډول انتقامي اقدامات ودروي.

د ملګرو ملتونو د حقونو کارپوهانو هم پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې ډاډ ترلاسه کړي چې ملکي وګړي بشري مرستو ته عادلانه لاسرسی لري او دا چې بشري ټولنه له ښځو او لږکیو ډلو سره کار کوي.

دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د راپور ورکولو لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي له ماموریت څخه ملاتړ وکړي.