هواپېژندنې ادارې یو ځل بیا د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د اورښتونو له امله د راوتلو سېلابونو او لنډمهاله چټکو بادونو د لګېدو خبرداری ورکړی.

دې ادارې نن، شنبه د زمري پر ۲۲مه په خبرپاڼه کې ویلي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، بامیان، دایکندي، ننګرهار، پنجشیر، پروان، کابل، کاپیسا، بغلان، وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، پکتیکا، زابل، ارزګان او کندهار ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو امکان شته.

په دې وړاندوینه کې، په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه له 10 تر 40 ملي مترو اټکل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د کندهار، نیمروز، هرات په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د چټکو بادونو د لګېدو اټکل کېږي.

دې ادارې پرون د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د باران د ورېدو خبرداری ورکړی و چې ورسره سم نن په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.