افغانستان کې د طالبانو پر واکمنۍ له یو کال تېرېدو سره یو شمېر مرستندویه بنسټونو ویلي چې دغه هېواد اوسمهال په نړۍ کې له تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی.

د اسلامي مرستو سازمان نن شنبه د زمري ۲۲مه په یوه راپور کې ویلي چې په تېر یوه کال کې د اقتصادي او سیاسي سقوط له امله افغانستان له یوه بې‌ساري بشري ناورین سره مخامخ شوی دی.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، افغانستان کې ۱۹،۷ میلیونه وګړي هره شپه له ډوډۍ خوړلو پرته ویده کېږي چې دا یوه ټکان ورکوونکې شمېره ده.

د راپور په پاتې برخه کې راغلي چې نجونې د مور او پلار د لګښتونو د نه پوره کولو له امله واده کوي، هلکان د مزدورۍ په موخه ښوونځي پریږدي میندې او پلرونه یې هم د کار او مزدورۍ په لټه کې دي.

د اسلامي مرستو سازمان ویلي چې نړیواله ټولنه دنده لري چې د افغانانو کړاوونه راکم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پر واکمنۍ د یو کال په تېرېدو سره په دغه هېواد کې د بشري ناورین له امله د خلکو ژوند له خطر سره مخ شوی دی.