د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په درېیمه لوبه کې ایرلنډ ته د ۲۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې دا لوبه پرون جمعه د زمري ۲۱ مه د شمالي ایرلنډ په پلازمېنه بیلفاسټ ښار کې وکړه.

د هېواد ملي لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او کوربه لوبډلې ته یې ۱۹۰ منډې هدف وټاکه.

رحمان الله ګربز په ۳۵ توپونو ۵۳ او نجیب الله ځدراڼ په ۱۸ توپونو ۴۲ منډې وکړې، همداراز حضرت الله ځاځي او ابراهیم ځدراڼ په ترتیب سره ۳۹ او ۳۶ منډې جوړې کړې.

بلخوا د ايرلنډ لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې او ویې نه‌شو کولای چې ټاکل‌شوي هدف ته ځان ورسوي.

د افغانستان د توپ اچونې په برخه کې نوین الحق درې او مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

تر دې وړاندې د افغانستان لوبډلې په خپلو تېرو دوو لوبو کې له ایرلنډ لوبډلې څخه ماتې خوړلې وه.

ټاکل شوې، د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې څلورمه سیالي به نن شنبه د زمري پر ۲۲مه د ایرلنډ لوبډلې پر وړاندې ترسره شي.