لوګر کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پر دې سربېره خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي.

وړمه شپه، پنجشنبه د زمري ۲۰مه  د لوګر د مرکز «پل علم» ځينې برخې د سختو سېلابونو شاهدې وې.

باختر دولتي خبري آژانس په خپل ټويټر کې د لوګر د سيمه‌ييزو چارواکو له خولې ليکلي چې د دغه ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د سختو بارانونو او سيلابونو له امله د دريو ښځو په ګډون لس تنه مړه شوي دي.

د باختر آژانس د راپور له مخې دغو سيلابونو د استوګنې سلګونه کورونه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او لسګونه باغونه ويجاړ کړي دي.

په ورته وخت کې په خوست او وردګ ولایتونو کې هم تر سختو اورښتونو وروسته راوتلو سېلابو اووه کسان مړه کړي دي.

بلخوا د هواپېژندنې ملي ادارې د روانې اونۍ تر پایه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د درنو اوښتونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.