عکس: ارشیف، د فاریاب یوه سمیه

فارياب کې ځايي سرچينې وايي چې په دې ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ شوی او لس نور ټپيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن سهار (شنبه، د زمري ۲۲مه) د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ اړوند په «ختم قیر» سیمه کې د جوزجان – فارياب پر لويه لار شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، دا پېښه د کورولا او یوې سراچه‌ډوله موټرونو د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده. 

سرچینه زیاتوي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى او د قربانیانو د شمېر زیاتېدو احتمال شته.

په دې وروستيو کې د پلازمېنې، کابل په ګډون په یو شمېر ولايتونو کې ترافيکي پېښې زیاتې شوې، چې ستر لاملونه یې د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي قوانینو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون ښځې او ماشومان هم ژوند له لاسه ورکوي.