
هندي رسنۍ وايي چې د دغه هېواد یوه ډله دیپلوماتان د ولسي اړیکو د دوام په خاطر کابل کې د هند سفارت ته رسېدلي دي.
رسنیو د هند د بهرنیو چارو وزیر «اېس جېشنکر» له قوله لیکلي، کابل ته په رسېدلو دیپلوماتانو کې د دغه هېواد سفیر نهشته او په وینا یې چې دا کسان له افغانستان سره د ولسي اړیکو د دوام په خاطر سفارت ته تللي دي.
ښاغلي جېشنکر خبریالانو ته ویلي چې دا دیپلوماتان یې له هغې تخنیکي ډلې سره د همکارۍ په موخه کابل ته لېږلي چې څه موده وړاندې افغانستان ته د بشري مرستو د همغږۍ او څارنې په خاطر لېږل شوې وه.
که څه هم د هند حکومت تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له طالبانو سره د اړیکو د ښهکولو په خاطر دا د هند درېیم پلاوی دی چې کابل ته رسېږي.
هند هم د نورو هېوادونو غوندې خپل دیپلوماتان پروسږ کال په اګست کې له افغانستان څخه ایستلي وو.