پاکستان کې د احمدي فرقې ویاندویان وایي، په پنجاب کې د دې مذهبي ډلې پر یوه غړي د چاقو ګوزارونه شوي او وژل شوی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه ۶۲ کلن وژل‌شوی کس «نصیراحمد» نومېده او د همدې فرقې د پلویانو په سیمه کې په نښه شوی دی.   

د پولیسو په وینا، پر نوموړي کس د برید علت د یوې سخت‌دریزه ډلې د شعارونو نه‌ورکول بلل شوي، ځکه د یو اسلامي ګوند په غونډې کې د شعارونو د ورکولو څخه انکار کړی و.

احمدیان خپل ځانونه مسلمانان بولي خو د پاکستان پارلمان په ۱۹۷۴ کال کې دا ډله غیر مسلمانان اعلان کړل او په ۱۹۸۴ کال په یو بل قانون کې د احمدي فرقي غړي لدې منع کړل چې په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه دې ځانونه مسلمانان نه بولي.

په پاکستان کې همدارنګه پدې ډلې بندیز دی چې په عامه توګه خپل مذهب نشي خپرولی او نه هم د عبادت ځایونو د جوړولو اجازه لري.

که څه هم دا ډله د اسلام د پیغمبر (حضرت محمد صلی الله علیه وسلم) لارویان بولي، خو نورې مذهبي ډلې وايي چې د دې فرقې بنسټ ایښودونکي خپل رهبر «مهدي آخر زمان» بولي او په دې ډول یې د اسلام اساسي اصل بدل کړی دی.   دا لومړی ځل نه دی چې پر احمدي فرقې دا ډول بریدونه ترسره کېږي، تر دې وړاندې هم د دې مذهبي ډلې ډېر شمېر غړي په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.