بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې د لانجمن کتاب «آیات شیطانی/ شیطاني آیاتونه» پر لیکوال، سلمان رشدي په نیویارک کې د وینا پر مهال برید شوی.

واشنګټن پوسټ نن جمعه، د اګست ۱۲مه (د زمري ۲۱مه) لیکلي چې یو کس د رشدي خواته، چې وینا یې کوله، ورغی او په چاقو یې پرې برید وکړ.

الجزیرې په یوه بیړني خبر کې د «آیات شیطانی» کتاب پر لیکوال برید تایید شوی او ویلي شوي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د دغه لیکوال د وژلو پر سر ۳ میلیون ډالر انعام ټاکلی دی.

په ۱۹۸۱ کال کې د ایران د اسلامي انقلاب مشر «روح الله خمیني» دغه هندي الاصل بریتانوی لیکوال واجب القتل بللی و او په مسلمانانو یې د هغه وژل لازمي ګڼلي وو.

تر دې وړاندې په ځینو اسلامي هېوادونو کې پر سلمان رشدي بریدونه شوي او اصلي لامل یې کفر او مقدساتو ته سپکاوی بلل شوی و. 

د «آیات شیطانی/ شیطاني آیتونه» کتاب د نړۍ ډیرو ژبو ته ژباړل شوی او د دغه کتاب لیکوال ته یې نړیوال شهرت ورکړی دی.

دغه ناول  په 2008 کې د ټایمز مجلې لخوا د نړۍ د 100 غوره ناولونو په لیست کې شامل شو او تر هغه مخکې یې په 1981 کې د بکر ادبي جایزه ګټلې ده.

دا کتاب د مهدی سحابی لخوا فارسی ته ژباړل شوی، خو اوس مهال د شته حساسیتونو له امله د افغانستان او ایران په کتابپلورنځیو کې نه پیدا کېږي.