د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغانستان کې اوسمهال ۴۵ سلنه نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو تړلو دروازو سلګونه نجونې په ژور خپګان اخته کړې دي.

د ماشومانو د ملاتړ بنسټ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له څه باندې ۱۷۰۰ نجونو سره مرکې کړې او تر ۱۸ کلنۍ دا شمېر کم عمره نجونې یې د نامعلوم برخلیک له امله د خپګان او رواني ناروغیو قرباني بللې دي.  

په دې تازه سروې کې ښوول شوي چې اوسمهال د نجونو ترڅنګ ۲۰ سلنه هلکان هم ښوونځیو ته زړه نه ښه کوي او د یو شمېر ستونزو له امله یې د زده‌کړو بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی.

افغانستان کې د جمهوري نظام پر سقوط له یو کال تېرېدو سره لا هم تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي پاتې دي.

بلخوا د طالبانو حکومت په دې برخه کې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د نجونو ښوونځي د دیني مسایلو له امله تړل شوي دي.

خو تر دې څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت سرپرست ویلي وو چې په افغانستان کې یو شمېر کلتوري محدودیتونه دي چې نجونې له زده‌کړو راګرځوي.

تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو تړلو پاتې‌کېدو نړیوال او کورني غبرګونونه پارولي او بار بار د طالبانو له حکومت څخه غوښتل شوي چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.