په لوګر، خوست او وردګو کې د تېرې شپې سیلابونو له امله پر مالي زیانونو سربېره لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي.  

د خوست یو شمېر اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په «نادرشاه‌کوټ» ولسوالۍ کې د تېرې شپې سیلابونو د یوې کورنۍ څلور غړي مړه کړي چې په وینا یې په مړو‌شویو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.  

په ورته وخت کې د لوګر په یو شمېر ولسوالیو کې تر سختو اورښتونو وروسته د راوتلو سیلابونو له امله دریو ښځو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه ولایت سیمه‌ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا ښځې په «څرخ» ولسوالیو کې د راوتلو سیلابونو له امله مړې شوې دي. 

د لوګر د والي ویاند «عمر منصور» په وینا چې دغو سیلابونو لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او د لویو لارو، پلچکونو او لسګونه کورونو په نړولو سره یې خلکو ته زیات مالي زیانونه اړولي دي. 

بلخوا له وردګو څخه ځايي سرچینو لیکلي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په «جلریز» ولسوالۍ کې توندو سیلابونو د دریو کسانو ژوند اخیستی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.  

د سرچینو په وینا، د وردګو په جلریز، چک، دایمیرداد او سیداباد ولسوالیو کې د راوتلو سیلابونو له امله لسګونه کورونه نړېدلي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ده.

د وردګو سیمه‌ییزو چارواکو منلې چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.