د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د افغانستان ۲۵ میلیون وګړي له بېوزلۍ سره مخ دي او شاوخوا ۹۰۰ زرو کسانو خپل کار و بار له لاسه ورکړی دی. 

اوچا پرون، پنجشنبه د زمري ۲۰مه په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان خلک لا هم بېړنیو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې په راپور کې راغلي چې په تېر کال کې له افغان ولس سره د مرستو کچه له هر اړخه بې سارې وه، خو پر دې سربېره لا هم د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. 

د اوچا په راپور کې دا هم لوستل کېږي چې د ۲۰۲۲ کال د جون تر پایه په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلک له نړیوالو مرستو برخمن شوي او د میلیونونو خلکو ژوند ښه شوی دی.

په افغانستان کې د بشري چارو همغږي کوونکي «رامز الکبروف» وايي، په افغانستان کې د خلکو د اړتیاوو کچه په دغه هېواد کې د بشري فعالانو تر اټکل څو چنده زیاته ده.

دا راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته سلګونه زره کسانو خپلې دندې او کاري فرصتونه له لاسه ورکړي دي.