ځایي سرچینې د بامیان په «ورس» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوو نجونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې خبر ورکړی.

د سرچینې په وینا، دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه، د زمري ۲۰مه) د دې ولسوالۍ په «تخت ورس» سیمه کې د یوه فلانکوچ موټر د چپه‌کېدو په پایله کې رامنځته شوې ده.

په پېښه کې د «زرافشان» په نامه یوې ۲۲ کلنې پېغلې ژوند له لاسه ورکړی او د «فتانې» په نامه یوه ۱۷ کلنه نجلۍ ټپي شوې ده.

ویل کېږي، دا موټر د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د کارکوونکو و، چې د استایان پر سړک چپه شوی دی. 

که څه هم تر اوسه د دغه موټر د چپه‌کېدو اصلي علت نه دی په ډاګه شوی، خو په افغانستان کې د دا ډول پېښو ستر لاملونه د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې چې د نارینه‌وو په ګډون د ښځو او ماشومانو ژوند هم اخلي.