عکس: ارشیف، د اوکراین په جګړه کې د ویجاړۍ یوه برخه

اوکرایني چارواکي وايي، د هېواد  د اټومي بریښنا تولید یوې بټۍ ته نږدې د روسیې په راکټي برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۱ نور ټپیان شوي دي. 

د دغه هېواد د مرکزي سیمې یو چارواکي «الیټین ریزنچینکو» ویلي، د روسیې په دغو تازه بریدونو کې وژل‌شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.  

چارواکو د روسیې د برید له امله د ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښوولی او د برید شېبه یې وحشتناک او ناوړه حالت بللی دی.

په ورته وخت کې د اوکراین سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د روسیې په دغه پروني برید کې د برېښنا مزي پرې شوي او زرګونه کورنه له برېښنا بې‌برخې شوي دي.

د چارواکو په وینا، روسیې د مارچ په څلورمه نیټه د دې بټۍ تر نیولو وروسته هلته په زرګونه پوځیان او مهمات ځای پرځای کړي، خو د جي اووه ډلې د روسیې له خوا د یادې دستګاه نیول غندلي او له مسکو څخه یې غوښتي دي چې ډیر ژر یې کنټرول اوکراین ته وسپاري.

د جي اووه یا ۷ شتمنو هېوادونو خبرداری ورکړی چې د روسیې له خوا د دې اټومي بټۍ کنټرول د سیمې لپاره خطرناکې پایلې لرلای شي.