هواپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د باران، سېلابونو او چټکو بادونو امکان شته، چې د ورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي مترو پوري وي.

دغه ریاست نن پنجشنبه د زمري ۲۰ مه په یوه اعلامیه کې په راتلونکو څلورویشت ساعتونو کې په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، پروان، کاپیسا، کابل، وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، بامیان، دایکندي، غزني، زابل او کندهار ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د هواپېژندنې ادارې د ارزونې له مخې، په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دې ادارې په فراه، نیمروز، هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د چټکو لنډمهاله توندو بادونو د لګېدو خبرداری ورکړی چې سرعت به یې په ساعت کې له ۲۰ تر ۷۵ کیلومترو پورې وي.

د راپورونو له مخې، نیمروز ولایت نن د دوړو، ګرد او خاورین توپان شاهد و.