د راپورونو له مخې، درې‌سوه افغانان چې افغانستان کې یې له اسپانوي دیپلوماتانو سره کار کړی و، پرون چهارشنبه د زمري ۱۹مه له پاکستان څخه اسپانیا ته ولېږدول شول.  

مادرید ته په رسېدلو افغانانو کې د هغوی کورنۍ او ماشومان هم شامل دي. 

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغو کسانو په افغانستان کې د اسپانیا له سفارت او ځواکونو سره کار کړی و او اوسمهال یې ژوند په خطر کې و.  

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر «هوزي مانویل البارس» له دغو کډوالو سره د کتنې پر مهال ویلي چې دوی ته به په خپل هېواد کې د کار زمینه برابره کړي او شرایطو ته په کتو افغانستان ته تر بېرته ستنېدو پورې به له دوی سره کار کوي. 

 اسپانیا د تېر کال په  اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د هغو افغانانو تخیله پیل کړه چې د دغه هېواد له دیپلوماتانو او ځواکونو سره یې کار کړی و.  

د راپورونو له مخې، اسپانیا تر دې دمه ۲۰۰۰ له خطر سره مخ افغانان له افغانستان څخه ایستلي دي.