
نيمروز کې د طالبانو سيمهييزو چارواکو ویلي چې د دغه ولايت په مرکز کې يو تن د ناپېژاندو کسانو لخوا وژل شوى.
نيمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس «مفتي حبيب الله الهام» پرون رسنیو ته ویلي چې چهارشنبه د زمري پر ١٩مه د زرنج ښار په دويمه ناحيه کې یو مړی موندل شوى دى.
هغه ویلي چې په نصبشویو کمرو کې ثبتشوي تصویرونه ښيي چې دوه موټر د زرنج ښار په دويمه ناحيه کې د دغه سړي جسد غورځېدلی او بیا له سیمې تښتېدلي دي.
په وروستیو میاشتو کې د مرموزو وژنو، هدفي وژنو، ګواښونو او تښتونو راپورونه زیات شوي دي چې د هېوادوالو اندېښنې یې زیاتې کړي دي.
افغانستان کې پر نارینهوو سربېره د دا ډول پېښو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان هم دي.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر هدفي وژنو سربېره د ځانوژنې پېښې هم زیاتې شوي چې ستر لامل یې خراب اقتصادي وضعیت بلل کېږي.