د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن ماښام د ایرلنډ لوبډلې سره دویمه شل‌اوریزه لوبه کوي.

د بلفاست په سټورمونت (Stormont) لوبغالي کې دا دویمه شل اوره سیالي به د کابل پر وخت د ماښام ۷ بجې پيل شي.

د افغانستان کرکټ لوبډلې لومړۍ لوبه وړمه ورځ ایرلنډ لوبډلې ته په لیږ توپیر وبایلله.  

یو شمېر کرکټ‌پوهانو پر ټولنیزو پاڼو د وړمې ورځې په سیالۍ کې افغان لوبډله ستایلې او د دوی هڅې یې پرځای بللې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو د لومړۍ لوبې پر مهال ویلي وو چې افغان لوبډله دغو لوبو ته بشپړ تیاری لري او هیلې شته چې دا لوبلړۍ په خپل نوم کړي.   

ټاکل شوې، افغان لوبډله به د ایرلنډ پر وړاندې په دې لوبلړۍ کې ټولې پنځه شل‌اوریزې لوبې وکړي او تر هغې وروسته د آسیا د کرکټ په اتلولۍ کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.   

د آسیا په دغه جام کې افغانستان، هند، پاکستان، بنګله‌دېش او د سریلانکا ملي لوبډلې لوبې کوي.