
جوزجان کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو خبر ورکړی چې د دغه ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په «بالا مردیان» کلي کې د اور لګېدنې له امله لسګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندان «سراج الدین احمدي» نن، چهارشنبه د زمري ۱۹مه رسنیو ته ویلي چې دغه اور تر دې دمه ۵۰ کورونه سوځولي او لا هم ادامه لري.
د جوزجان د امنیه قوماندان په وینا، د دغه کلي اوسېدونکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
هغه زياته کړې چې تر اوسه د دې اور لګېدو لامل نه دى څرګند، خو په تېرو څو ورځو کې يو په بل پسې اورونه لګېدلي دي.
دې اورلګېدنې د فيض اباد ولسوالۍ د اوسېدونکو ترمنځ وېره خپره کړې او لسګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې د نورستان، خوست او کنړ په ځنګلونو کې پرلهپسې اورونه ولګېدل چې له امله یې سلګونه جریبه ځنګل او د جلغوزو ونې وسوځېدې.