د افغانستان پخواني ولسمشر «حامد کرزي» له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دی د خپل ځان د خوندیتوب په اړه اندېښمن دی، خو دا اندېښنه یې د طالبانو له لوري نه ده.

ښاغلي کرزي د امريکا له ملي راډيو (NPR) سره په مرکه کې ویلي، سره له دې چې طالبانو نجيب الله د خپل واک په لومړۍ دوره کې اعدام کړ، خو بیا هم د دوى په اړه اندېښنه نه لري، بلکې اصلي اندېښنه یې له بهرنيو هېوادونو څخه ده.

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د مخکني ولسمشر «محمد اشرف غني» په ګډون ډېری مشران له هېواده ووتل، خو حامد کرزی چې له یوې لسیزې زیات د افغانستان ولسمشر و، لا په هېواد کې پاتې دی. 

نوموړي د طالبانو د حکومت له لوري د بهرنيو سفرونو د بنديز په اړه ويلي، چې څو ځلې يې بهر ته د سفر غوښتنه کړې، خو د وتلو اجازه نه ده ورکول شوې.  

پخواني ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې – چې ایا هغه ازاد سړی ګڼل کېږي؟ – ویلي، په کابل کې یو ازاد سړی دی.

هغه زیاته کړې، طالبان وېره لري چې که هغه له افغانستان څخه ووځي، نو بېرته به هیواد ته راستون نشي او په وینا یې چې هر څه به له منځه لاړ شي. 

د افغانستان پخواني ولسمشر «حامد کرزي» دا هم ویلي چې له ډېرو هغو طالب مشرانو سره یې لیدلي چې له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو هڅې کوي، خو د ښاغلي کرزي په وینا چې طالبان باید لومړی د افغانانو د باور د ګټلو لپاره په کور دننه ګامونه پورته کړي.

هغه زیاته کړې: “موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې ټول افغانان ځانونه د دې هیواد وګړي وبولي او دا حکومت د دوی استازیتوب وکړي. زموږ هدف د یو ښه افغانستان جوړول دي.”

ښاغلي کرزي تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته د نجونو د نه‌پرېښودلو په اړه خبرداری ورکړی چې له نن څخه یوه لسیزه وروسته به موږ د اوس په پرتله په بدترین حالت کې وو. 

د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي، طالبان باید د ده غوندې خلکو ته د بهر د تګ زمینه برابره کړي او نړیوالو ته وښيي چې افغانستان د ښې راتلونکې لپاره پر سم لوري روان دی او د ملاتړ مستحق دی.