په هلمند کې د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، یو دوه کلن ماشوم چې پرون د اوبو په څاه کې غورځېدلی و، ژغورل شوی دی.

چارواکو ویلي، نن چهارشنبه د زمري په ۱۹مه څاه ته لوېدلی هلمندی ماشوم ژغورل شوی دی.

دغه دوه کلن ماشوم پرون د اوبو په ۳۰ متره ژوره څاه کې غورځېدلی و.

تر دې وړاندې هم د هېواد د جنوب په ګډون په نورو ولایتونو کې ورته پېښې شوې چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي.   

په څاګانو کې د خلکو د غورځېدو د پیښو تر زیاتېدو وروسته، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دا ډول څاګانو د پوښلو امر کړی و.  

په هېواد کې د وروستیو کلونو وچکالۍ له امله په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه متره ژورې برمې کیندل کېږي چې پکې تر غورځېدو وروسته د ماشومانو ژغورل سخت وي.  

د دغو سیمو اوسېدونکو ویلي چې دا ډول برمې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه کیندي.