د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي «یوشیایونګ» ویلي، چې د افغانستان له اقتصاد سره د مرستې په موخه د وچې او تازه میوې واردات زیاتوي.

ښاغلي یوشیایونګ په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست «امیرخان متقي» سره د کتنې پر مهال زیاته کړې چې دوی په پام کې لري، پر جلغوزو سربېره د افغانستان نورې وچې او تازه مېوې هم چین ته ولېږدول شي.

د هغه په وینا چې دوی له افغانستان سره پر دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کار کوي او د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا په برخه کې هڅې کوي.  

په دې کتنه کې امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي غوښتي چې چین ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان تازه او وچې مېوې د چین تر څنګ د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو ته صادرېږي.