پکتيا کې د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په «زرمت» ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د جګړې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند «عمر بدري» ویلي، دغو دوو کورنیو پرون، سه‌شنبه د زمري ۱۸مه د حقوقي دعوې پر سر له يو بل سره جګړه کړې ده.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړې چې په دې نښته کې دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د پکتيا روغتيايي چارواکي ویلي چې ټپيان د ګردېز ښار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

روغتیايي سرچینو د پېښې له امله د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښوولی دی.

په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په پکتيا او يو شمېر نورو ولايتونو کې ورته پېښې شوې او مرګ‌ژوبله يې اړولې ده.