د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په نورستان کې له بېځایه‌شویو کورنیو سره کتلي او د غیرخوراکي توکو مرسته یې ورسره کړې ده.   

د غیرخوراکي توکو دا بستې پر ۵۰۰ بېځایه‌شویو کورنیو ویشل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومتي چارواکو ویلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې ځینو مسوولینو یاد ولایت ته سفر کړی او هلته یې له بېځایه‌شویو کورنیو سره کتلي دي.

د دوی په وینا چې د UNHCR دفتر مشر «ویلیم» هم نورستان ته تللی او د دغه ولایت له والي «حافظ محمد آغا حکیم» سره یې د کتنې پر مهال ویلي چې دې ادارې، د مرستې په هدف، په نورستان کې د شاوخوا څلور زره نورو کورنیو سروې پيل کړې چې تر ژمي مخکې به پرې مرستې ووېشي.    

بلخوا د دغه ولایت اوسېدونکو د ملګرو ملتونو د ګډوالو چارو د ادارې په ګډون له نورو مرستندویه سازمانونو غوښتي چې د ژمي تر را رسېدو وړاندې له دوی سره مرستې وکړي.