هلمند کې د طالبانو حکومتي چارواکو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې یو دوه کلن ماشوم د اوبو په څاه کې لوېدلی دی.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس «حافظ راشد هلمندي» ویلي چې دغه دوه کلن ماشوم د اوبو په يوه ۳۰ ژور متره څاه کې غورځيدلى.

هغه زياته کړې چې دا پېښه نن سه شنبه د زمري پر ۱۸مه شوې او په اوبو کې لوېدلى ماشوم تر اوسه ژوندى دى.

د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس دا هم ویلي چې د ماشوم د ژغورلو لپاره يوه تخنيكي ډله سيمې ته رسېدلې ده. 

تر دې وړاندې هم د هېواد د جنوب په ګډون په یو شمېر ولايتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي او ډېری قربانیان یې ماشومان دي.

په څاګانو کې د غورځېدو د پیښو له زیاتیدو وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په داسې سیمو کې دې سرلوڅې څاګانې وپوښل شي.