غور کې د طالبانو حکومتي مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ شوى دى.

غور کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند «عبدالرحمن بدري» ویلي، دا پېښه پرون دوشنبه د زمري پر ١٧مه د دغه ولايت په «پسابند» ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو موټرسايکل له سړکه واوښت.

د ښاغلي بدري په وینا، په دې پېښه کې د «خيرالله» په نامه يو تن چې د پسابند ولسوالۍ د «ارمنګان» کلي اوسېدونکى دى، مړ شوى او دوه نور ټپيان دي.

ويل کيږي چې ټپيان د پسابند ولسوالۍ مرکزي روغتون ته د درملنې په موخه ليږدول شوي دي.

په هېواد کې ترافيکي پېښې هر کال د لسګونه کسانو ژوند اخلي چې په قربانیانو کې د نارینه‌وو په ګډون ډېری وخت ښځې او ماشومان هم شامل وي.  

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو ستر لاملونه د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل شوي دي.