عکس، ارشیف

پکتیا کې د غواګانو د پوستکي ناروغۍ د خپرېدو له امله د دغه ولایت د مرکز (ګردیز) په ګډون په سیدکرم او احمدآباد ولسوالیو کې سلګونه غواګانې مړې شوي دي.

د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې په دې ناروغۍ زرګونه نور څاروي هم اخته شوي چې زیاته برخه یې له منځه تللي دي.  

د دوی په وینا، د پوستکي ناروغۍ له امله په ټوله پکتیا کې تر ۱۰۰۰ زیاتې غواګانې مړې شوې او تر دې زیاتې پرې اخته شوې دي.  

په ورته وخت کې د پکتیا د کرنې ریاست مسوولانو ویلي چې په غواګانو کې د دې ناروغۍ د خپرېدو له امله د یاد ولایت ډېر اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

یاد ریاست له خلکو غوښتي چې خپلو څارویو ته له ډول ډول واکسین او درمل‌ورکولو ډډه وکړي.  

د راپورونو له مخې، د غواګانو د پوستکي ناروغي پر پکتیا سربېره خوست او لوګر ولایتونو کې هم د خپرېدو په حال کې ده چې تر دې دمه یې سلګونه څاروي له منځه وړي دي.