په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دغه ولایت په «سرخرود» ولسوالۍ کې د یوې مېرمنې لخوا د خپل خاوند د وژلو خبر ورکړی.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند «حاجي ریيس زابلي» ویلي چې د دوشنبې په سهار د زمري ۱۷مه يوه ښځه د خپل مېړه د وژلو په تور نيول شوې ده.

د ښاغلي زابلي په وینا چې دې مېرمنې خپل جرم منلی دی.

د چارواکو لخوا په یوه خپره‌شوې ویډیو کې نیول‌شوې ښځې ویلي چې خاوند یې په نشه‌يي توکو روږدی و او د پیسو په بدل کې یې پردي کسان له ځانه سره د فحشا په خاطر کور ته راوستل.

دا لومړی ځل نه دی چې یوې ښځې خپل مېړه وژلی دی. څه موده وړاندې هم د ننګرهار په يوه بله ولسوالۍ کې يوه ښځه د خپل خاوند د وژلو په تور نیول شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د کورني تاوتریخوالي، ځانوژنې او مرموزو وژنو ډېر راپورونه ورکړل شوي دي.