د افغانستان مرکزي بانک وايي، د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه نن ۱۲ میلیون ډالر لیلام ته وړاندې کوي.

دغه بانک پرون، یکشنبه د زمري ۱۶مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ټولو شخصي بانکونو په ګډون دې پولي شرکتونه او په شرایطو برابر پانګوال په دې پروسه کې ګډون وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د پروسې ګټونکی دې خپل ټول حسابونه تر ټاکلې نېټې تصفیه کړي او په وینا یې چې دوی دا پروسه د افغانیو د ارزښت‌ساتلو او په بازارونو کې د توکو د بیو د راټیټېدو په موخه ترسره کوي.  

خو په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادپوهانو د افغانستان بانک دا چاره ګټوره نه ده بللې او ویلي یې دي چې په دې سره په بازارونو کې نرخونه نه‌شي ټیټېدای.  

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې په بې‌سارې ډول لوړې دي او د هېوادوالو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی. 

د هېواد په لویو بازارونو کې د خوراکي توکو پر ګرانبیه‌کېدو سربېره د نفتي موادو بیې هم لوړې دي.