د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ د سیمې لپاره یوه مهمه پروژه بللې او د ژر جوړېدو غوښتنه یې کړې ده.

د دغه وزارت سرپرست «ولادیمیر نوروف» ویلي چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ باید ژر جوړه شي، ځکه دا یوه حیاتي پروژه ده.

ښاغلي نوروف پرون، سه‌شنبه د زمري ۱۱مه د ترکیې او آذربایجان له چارواکو سره په کتنه کې له ازبکستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ د سیمې لپاره یوه مهمه پروژه بللې او په وینا یې چې د دې پروژې په بشپړېدو کې باید هېڅ ځنډ ونه‌شي. 

د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست دا خبرې وروسته تر دې کړې چې تېره اونۍ طالب چارواکي په تاشکند کې له ازبکستاني چارواکو سره د دې پروژې په اړه غږېدلي وو.

د اورګاډي پټلۍ د دې پروژې تر بشپړېدو وروسته به د ازبکستان ترمز ښار د مزارشریف، کابل، جلال آباد او پېښور سره ونښلول شي.

ویل کېږي، د اورګاډي دا پټلۍ په سیمه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په خاطر جوړېږي.