په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (UNDP) ویلي، هڅه کوي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت بېرته ښه شي.  

افغانستان کې د دې ادارې مشر «عبدالله ال درداري» ویلي، د ښځو او نارینه‌وو د کار و بار په مټ د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره کار کوي او د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت د ودې لپاره هڅې کېږي.   

ښاغلي درداري د خلیج د همکارۍ سازمان (GCC) د غړو هېوادونو په غونډه کې ویلي چې که څه هم افغانستان اوسمهال له ستونزو سره لاس وګریوان دی، خو په وینا یې چې په سیمه‌ییزه کچه د دوی د کارونو په اجنډا کې د افغانستان اقتصادي بیارغونه هم شامله ده.   

هغه ویلي چې د ملګرو ملتونو پراختیایي د افغانستان د اقتصادي وضعیت د بېرته ښه‌کېدو هڅه کوي او په دغه هېواد کې د نارینه‌‌وو په ګډون د ښځو د کار و بار د کچې په لوړېدو کار کوي.   

عبدالله ال درداري په خپلو خبرو کې د خلیج د همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو له پراختیایي ادارې سره خصوصي مرستې وکړي او په دې برخه کې له دوی سره په ګډه کار وکړي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو دندې له لاسه ورکړې او د دغه هېواد اقتصادي وضعیت د سقوط له خطر سره مخ دی.

د UNDP مشر د خراب اقتصادي وضعیت له امله ډېر زیانمن‌شوي، ښځې او د مخکني حکومت هغه لسګونه زره پخواني کارکوونکي بللي چې اوسمهال په کور ناست دي او پر ځای یې د طالبانو کسان په دندو ګمارل شوي دي.