د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پروسږ کال په پرتله سږ کال د زعفرانو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی. 

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت کروندګرو ته د آسانتیاوو د برابرېدو په پایله کې له دغه ولایت څخه د زعفرانو حاصلات ډېر شوي دي.  

د دې خونې یوه مسوول «الیاس نیازي» رسنیو ته ویلي، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې له هرات څخه د ۲۸۰ زره ډالرو په ارزښت زعفران صادر شوي، خو په داسې حال کې چې د تېر کال په لومړیو کې میاشتو کې یوازې د ۲۰ زرو ډالرو په ارزښت زعفران صادر شوي وو.   

 ښاغلي نیازي ویلي چې سږ کال صادرشوي زعفران ۳۰۰ کیلو ته رسېږي، خو په وینا یې چې د تېر کال په لومړیو دریو میاشتو کې له هرات څخه ۲۰ کیلو زعفران صادر شوي وو.

 الیاس نیازي د دغو صادراتو د زیاتوالي لوی ستر لامل کروندګرو ته د ښو شرایطو او اسانتیاوو برابرول بللي او ډاډ یې ورکړی چې د زعفرانو په صادراتو کې به نور زیاتوالی هم راشي.

د افغانستان زعفران پر منځنۍ آسیا سربېره اروپايي هېوادونو ته هم ډېر صادرېږي.