د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د ترکمنستان له چارواکو سره د زرګونو ټنو مایع ګازو د واردولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

دغه وزارت نن دوشنبه، د زمري په ۳مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ترکمنستان له چارواکو سره د څو ګډو ناستو په پایله کې له دغه هېواد څخه د ګازو د وارداتو د زیاتولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د هرات، اقينې او تورغونډۍ له بندرونو به زرګونه ټنه مايع ګاز هېواد ته وارد شي.

دغه وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې له ترکمنستان څخه د ګازو د وارداتو په زیاتوالي سره به په هېواد کې دننه د ګازو بیې راټیټې شي.

په دې وروستیو کې د خامو موادو بیه دوه برابره لوړه شوې او تر دې وړاندې طالبان له ایراني چارواکو سره د تېلو د واردولو هوکړې ته رسېدلي وو.

د کابل په بازارونو کې دا مهال یو کیلو مایع ګاز په ۷۸ افغانۍ پلورل کېږي.