
ترکیه وایي، نن، جمعه به د ترکیې په استانبول کې د اوکراین د غلو – دانو د صادراتو د بیا پیلکېدو هوکړه لاسلیک شي.
د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردغان» ویلي چې ټاکل شوې نن د دغه هېواد په استانبول کې د اوکراین، روسیې، ترکیې او ملګرو ملتونو چارواکي د اوکراین د غلو – دانو د صادراتو د بیا پیلکېدو هوکړه لاسلیک کړي
د اردغان په وینا چې د ترکیې په ګډون روسیې، ملګري ملتونو او اوکراین په دې اړه تېره اونۍ خبرې کړې وې او د دغو صادراتو د بېرته پیل کېدو لپاره هوکړې ته رسېدلي وو.
دا صادرات چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله بند شوي وو، ټاکل شوې نن د دغه تړون پر اساس د تور سمندر له لارې بېرته پیل شي.
د راپورونو له مخې، د اوکراین د غلو – دانو د صادراتو له بندېدو سره سم په ټوله سیمه کې د یو شمېر خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
خو ترکیې او ملګرو ملتونو د دغو صادراتو د بیا پیلکېدو لپاره هڅې وکړې او په دې اړه یې د دوامداره خبرو کوربهتوب کاوه.