عکس، ارشیف (امیرخان متقي او توماس وسټ)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «توماس وسټ» په قطر کې له طالب چارواکو سره پر ځینو مسایلو مخامخ خبرې کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په مشرۍ دا هیئت به د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې له طالب چارواکو سره خبرې اترې کوي.  

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا هیئت په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، اقتصادي ثبات او د نجونو د تړلو ښوونځيو په ګډون په یو شمېر موضوعاتو د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره غږېږي.   

ویل کېږي، د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي او امریکايي هیئت به په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې په اړه هم بحثونه وکړي.

خو د دغه وزارت د ویاند په خبره چې دا کتنه د رسمیت‌پېژندنې او د طالبانو حکومت ته د مشروعیت ورکولو په مانا نه ده.

بلخوا د طالبانو سرپرست حکومت هم ویلي چې د بهرنیو چارو د وزیر «امیرخان متقي» په مشرۍ یو پلاوی له امریکايي استازو سره د خبرو په موخه د قطر پلازمېنې «دوحې» ته رسېدلی دی.