عکس، ارشیف

د طالبانو حکومت وايي چې د دوو ورځو په تېرېدو سره له ایران څخه ۳۴۰۷ افغان کډوال بېرته هېواد ته را لېږل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې دا کډوال د تېرې سه‌شنبې او چهارشنبې پر ورځ افغانستان ته ستانه شوي.

د دوی په وینا چې دومره شمېر کډوال په زور او داوطلب ډول له ایرانه د نیمروز د «میلک» او هرات د «اسلام کلا» بندرونو له لارې افغانستان ته راغلي.

طالبانو دا هم ویلي چې د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان له دغو تازه راستنوشویو کډوالو سره مرسته کړې ده.

افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته سلګونه زره افغانان په غیرقانوني لارو ګاونډیو هېوادونو ته سفر وکړ چې ډېر یې د یادو هېوادونو لخوا بېرته افغانستان ته را ولېږل شول.  

څو ورځې وړاندې د ترکیې پولیسو هم اعلان وکړ چې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال، چې په غیرقانوني لارو دغه هېواد ته رسېدلي ول، بېرته په الوتکو کې افغانستان ته لېږل شوي دي.