
په فاریاب کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په «ګرزیوان» ولسوالۍ کې یوې نوې وادهشوې ښځې ځان په دار ځړولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی.
د مسوولینو په وينا، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د سرطان د مياشتې په اتمه نېټه د ګرزيوان ولسوالۍ د «پخلسوز» په كلي كې شوې ده.
امنيتي سرچينه وايي چې دې نوې وادهشوې ښځې د وَلوَر نهورکولکېدو له امله د خپل مېړه په کور کې ځان وژلی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې يوه سړي خپله ځوانه مېرمن وژلې وه.
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځانوژنې پېښې زياتې شوې، چې ستر لامل یې کورنی تاوتریخوالی بلل کېږي.
د نړیوالو څېړنو له مخې، افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې پېښې پکې ثبت کېږي.