د هرات سوداګرو په پکتیکا او خوست کې له زلزله‌ځپلو سره د بشري مرستو د رسولو په دوام د ۸،۵ میلیون افغانیو په ارزښت د اړتیا وړ توکي را ټول کړي دي.  

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال «احمدسعید صدیقي» رسنیو ته ویلي، په دې مرستو کې درمل، خوراکي توکي، جامې او نغدې پیسې شاملې دي.

د ښاغلي صدیقي په وینا، د مرستو د وېش لپاره یې یوه کمېټه جوړه او سیمې ته لېږلې چې د ۳۲ میلیون افغانیو په ارزښت مرسته‌شوي توکي زلزله‌ځپلو ته ورسوي.  

په هېواد کې دننه پر بشري مرستو سربېره د سیمې له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه هم د مرستو بستې لېږل شوې دي.

په ورته وخت کې د ۸ میلیونو ډالرو په ارزښت د چین د بشري مرستو دویمه جوپه نن سه‌شنبه د چنګاښ په ۷مه کابل ته راورسېده.

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له هغې زلزلې یوه اونۍ تېرېږي چې له امله یې تر زرو ډېر کسان مړه او تر ۱۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.