د طالبانو سرپرست حکومت وايي چې نن سه‌شنبه د چنګاښ ۷مه د چین ۸۰۰۰ ټنه بشري مرسته په شپږو الوتکو کې کابل ته رسېدلې ده.  

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په دغه بشري مرستو کې ۹۸۰ خېمې،۳۲۰ چپرکټونه او څه باندې ۶زره کمپلې شاملې دي.

په افغانستان کې له مرګونې زلزلې وروسته د سیمې په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو له زلزله‌ځپلو سره د مرستو لړۍ پیل کړې ده.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو هم ټینګار کړی چې زلزله‌‌ځپلي کسان له سختو ستونزو سره لاس و ګریوان دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې یوازې د پکتیکا په ګیان کې تر ۴۰۰ زیات ماشومان مړه او ټپیان شوي دي.

تېره اونۍ د چهارشنبې پر سهار یوې مرګونې زلزلې د خوست او پکتیکا ځینې سیمې ولړزولې چې له امله یې زرګونه کورونه ونړېدل او شاوخوا ۳ زره کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.