د پاکستان حکومت له افغانستانه د ډبرو سکرو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د افغانستان د ډبرو سکاره د نورې نړۍ د سکرو په نسبت په نیمه بیه اخلي.

د پاکستان لومړي وزیر «شهباز شریف» ویلي د افغانستان د ډبرو سکاره هماغه کوالټي لري کوم چې له اندونیزیا به د میلیاردونو ډالرو په لګښت ور واردېدل.

د پاکستان لومړي وزیر له خپلې کابینې غوښتي چې له افغانستانه د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي.

شهباز شریف تېره ورځ ناوخته له افغانستانه د ډبرو سکرو د صادراتو د زیاتېدو په اړه د پاکستان د کابیني په یوه ځانګړې غونډه کې ویلي، دغه هېواد ته د ډبرو سکرو د وارداتو له درکه به پاکستان په کلني ډول دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالره سپما وکړي.

د شریف په وینا: “له افغانستانه به د ډبرو سکرو واردات کرار کرار زیات شي، او له دې درکه به پاکستان په کلني ډول دوه میلیارده ډالره سپما وکړي، الحمدالله دوه میلیارده ډالر او د ډبرو دا سکاره به راځي او موږ به دا په روپیو اخلو، ډالر به نه مصرفېږي، دغه شان د نورې نړۍ د ډبرو سکرو پر نسبت به دا په نیمه بیه اخلو.”

د پاکستان لومړي وزیر دا هم ویلي چې له افغانستان باید د ډبرو سکاره په پاکستاني روپیو وپېرل شي، چې له یوې خوا ډالر په کور پاتې شي او له بلې خوا د روپیو ارزښت ورسره لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې پاکستان ته د ډبرو د سکرو د صادراتو د زیاتېدو له امله په افغانستان کې د طالبانو په سرپرست حکومت انتقادونه مخ پر زیاتېدو دي.

عام افغانان او د ټولنیزو رسنیو زیات شمېر چلوونکي د طالبانو له حکومته غواړي، چې له پاکستان سره د ډبرو سکرو او نورو قیمتو ډبرو د قراردادونو جزییات او څرنګوالی باید له ولس سره شریک شي.

خو د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د پاکستان په ګډون له هېڅ هېواد سره د کانونو د استخراج هوکړه نه ده شوې، بلکې د دوی په خبره، کورني شرکتونو سره د یوې هوکړې له مخې د ډبرو سکاره پر دوی پلورل کېږي او دوی خپل بازار ته په کتو هغه له افغانستانه صادروي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت برهان وایي، په ورځني ډول پاکستان ته له لس تر پنځلس زره ټنه د ډبرو سکاره صادرېږي خو رویټرز خبري آژانس تېره میاشت د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي وو، چې دا اندازه په میاشتني ډول ۵۰۰ زره ټنه یاده کړې وه.