
د افغانستان بانک اعلان کړی چې نن سهشنبه، د چنګاښ پر ۷مه به د افغانیو د ارزښتساتلو په موخه ۱۱ میلیونه ډالر لیلام کوي.
ویل کېږي چې د دې اقدام موخه د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ثابت ساتل دي.
مرکزي بانک اړوندو بانکونو او د پیسو تبادلهکونکو ته بلنه ورکړې چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. بانک زیاته کړې چې ګټونکي به د ورځې تر پایه اعلان شي.
د افغانستان مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: “موږ خپلو ټولو قدرمنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د هېواد د بانکي سیستم فعالیت به ډېر ژر عادي حالت ته وګرځي او د افغانیو ارزښت به وساتل شي.”
د روان کال په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د طالبانو تر واک رسېدو وروسته د دغه هېواد اقتصاد د زوال په حال کې دی او پر بانکي سیستم سخت فشار راغلی دی. د افغانستان بانکونو د سقوط له وېرې په اونۍ کې د ډېرو پیسو پر ایستلو محدودیتونه وضع کړي دي.
امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه میلیارده ډالره بهرنۍ زیرمې کنګلې کړې او واشنګټن تر دې دمه د دغو پیسو د خوشې کولو په برخه کې خپل دریځ ساتلی دی.